Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۰  کب ۱۴۰۱): په میدان وردګو ولایت کې نن د المپيک ملي کمېټې له خوا د هېواد په کچه د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې امر ذبیح‌الله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو سیالیو یې موخه د جمناستیک ملي لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل دي چې د ۱۶ ولایتونو ترمنځ ترسره کېږي او درې ورځې به دوام ولري.

نوموړي وویل: «موږ د ورزش د ښې ودې لپاره له خپل توان سره سم هڅه کوو او ژمن یو چې د ورزشکارانو هر ډول ستونزو ته رسېدنه وکړو.»

وهاج زیاته کړه، د یادو سیالیو څارنه د مسلکي کسانو له خوا ترسره کېږي او په پایله کې به یې د یوې رڼې پروسې له لارې د جمناستیک ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي.

د هلمند ولایت د جمناستیک لوبډلې مشر قدرت‌الله محمودخېل پژواک ته وویل: «دا ډول لوبې د ورزشکارانو لپاره ډېرې ښې دي، ترڅو دوی ملي ټیم ته لاره پیدا کړي او وکولای شي چې له هېواده بهر لوبو کې برخه واخلي.»

عبدالباسط ساپی چې د جمناستیک په ملي لوبډله کې څلور کاله اتل پاتې شوی وايي، هیله یې دا ده چې په دې سیالیو کې خپل مقام وساتي او بیا هم بریا ترلاسه کړي.

د بلخ ولایت د جمناستیک لوبډلې یوه ورزشکار میرویس قادري وویل: «د خوښۍ احساس کوم چې په یوه ارامه او له جم جوش ډکه فضا کې دغه سیالۍ ترسره کېږي.»

د یادونې ده، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په میدان وردګ کې د ورزش ملي لوبډلو لپاره د غړو غوراوي سیالۍ ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.