Language

لوګر کې د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پيل شوه

پل‌علم (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د لوګر امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د پاسپورټونو د وېش برخه کې ټولې تخنیکي ستونزې هوارې شوې او هېوادوال کولای شي په انلاین بڼه د پاسپورټ اخيستلو لپاره د پاسپورټ امریت ته مراجعه وکړي.

د دغه ولایت امنیې قوماندان مولوي محمدالدین شاه محبت په مرکز پل‌علم کې په دې تړاو جوړې شوې خبري ناستې ته وویل، د پاسپورټونو وېش برخه کې ستونزې حل شوې او سر له ننه به په دغه ولایت کې په منظمه توګه د اړتیا له مخې پاسپورټونه ووېشل شي.

هغه زیاته کړه، پاسپورټونه د انلاین نوم‌لیکنې له مخې ورکول کېږي، د پاسپورټ غوښتونکي دې په نوبت د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.

د دغه ولایت د پاسپورټ امریت امر زیت‌الله سعید هم وویل چې په لوګر کې نن (د کب ۱۰مه) د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل شوه چې هره ورځ به ۸۵ کسانو ته د انلاین نوم‌لیکنې له مخې پاسپورټونه ووېشل شي.

login or register a new account.