پلعلم (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د لوګر امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د پاسپورټونو د وېش برخه کې ټولې تخنیکي ستونزې هوارې شوې او هېوادوال کولای شي په انلاین بڼه د پاسپورټ اخيستلو لپاره د پاسپورټ امریت ته مراجعه وکړي.
د دغه ولایت امنیې قوماندان مولوي محمدالدین شاه محبت په مرکز پلعلم کې په دې تړاو جوړې شوې خبري ناستې ته وویل، د پاسپورټونو وېش برخه کې ستونزې حل شوې او سر له ننه به په دغه ولایت کې په منظمه توګه د اړتیا له مخې پاسپورټونه ووېشل شي.
هغه زیاته کړه، پاسپورټونه د انلاین نوملیکنې له مخې ورکول کېږي، د پاسپورټ غوښتونکي دې په نوبت د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.
د دغه ولایت د پاسپورټ امریت امر زیتالله سعید هم وویل چې په لوګر کې نن (د کب ۱۰مه) د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل شوه چې هره ورځ به ۸۵ کسانو ته د انلاین نوملیکنې له مخې پاسپورټونه ووېشل شي.
هغه وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو بیا تر اوسه په دغه ولایت کې ۸ زره کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي او له دغه درکه ۴۰ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه ۵۰ کلن ناروغ رحمتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې د پاسپورټ د وېش لړۍ بیا ځلې پیل شوه.
هغه زیاتوي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې هڅه کوي پاسپورټ ترلاسه کړي، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بیا هم د پاسپورټ په ترلاسه کولو بریالی شوی نه دی.
د مرکز پلعلم اوسېدونکی محمداجمل وايي، دی هم غواړي چې پاسپورټ ترلاسه کړي او د کار کولو لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.
نوموړي د پاسپورټ له امریته وغوښتل چې د پاسپورټ په وېش کې له شفافیته کار واخلي او د ناروغانو او مېرمنو لپاره ځانګړې اسانتیا رامنځته کړي.
باید وویل شي، له څو میاشتې ځنډ وروسته نن د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










