اټلانټا (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): ځینې پاکستاني او امریکایي رسنۍ ادعا کوي چې د افغانستان په خوست ولایت کې چاودنې د ټيټيپي ۲۱ کسانو ته مرګژوبله اړولې، خو سیمهییزي حکومتي سرچینې وایي، دغه چاودنه د ګاز ډبې وه او یوازې د سیمې دوه اوسېدونکي یې ټپیان کړي دي.
[restrict paid=”true”]
وړمه ورځ (د کب لسمه) د خوست ولایت په مرکز کې په یوه هوټل کې چاودنه وشوه، خو وروسته داسې اوازه خپره شوه چې په چاودنه کې پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول مستغفر ګربز په هماغه ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاد هوټل کې د ګاز ډبه چاودلې او له امله یې د سیمې دوه اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان جیو ټلوېزیون د کب په ۱۱مه ادعا کړې چې خوست کې په چاودنه کې د پاکستاني طالبانو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینې نه دي لیکلي چې څو تنه وژل شوي او څو ټپیان دي، خو زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د ټي ټي پي درې قوماندانان (عبدالمنان، عالم خان مدهخېل او کجیل او په ټپیانو کې هم د دغې ډلې درې قوماندانان (امین، توپان او نور پایو خان) شامل دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنیو دغه خبر د امنیتي سرچینو په حواله خپور کړی دی.
بلخوا امریکا غږ اردو څانګې خبر ورکړی چې د ریموټ کنټرول بم دا چاودنه د خوست په هغه کمپ کې شوې چې له وزیرستانه کډوال شوي خلک پکې مېشت دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې چاودنه کې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګلبهادر ډلې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
[/restrict]
Views: 190
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن