ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلینکن له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو غږېدلی

بلینکن له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو غږېدلی

author avatar
2 Mar 2023 - 00:45
بلینکن له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو غږېدلی
author avatar
2 Mar 2023 - 00:45

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ازبکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د کب په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بلینکن د ازبکستان له ولسمشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره جلا جلا لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، بلینکن په دې لیدنو کتنو کې د ازبکستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا برخو کې د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دوی په ازبکستان کې د امریکا پر پانګونو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دغه هېواد او د مرکزي اسیا له نورو هېوادونو سره د امریکا د همکاریو له کبله له بلینکن څخه مننه کړې ده.

بختیار سیدوف ويلي، دوی د یوې سوکالې او باثباتې مرکزي اسیا لپاره ګډ لومړیتوبونه لري.

[/restrict]

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.