ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ریچارډ بینټ: افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی

ریچارډ بینټ: افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی

author avatar
4 Mar 2023 - 15:11
ریچارډ بینټ: افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی
author avatar
4 Mar 2023 - 15:11

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي په خپل نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې سره له دې چې په افغانستان کې یو څه هڅوونکي پرمختګونه هم شوي، د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی؛ خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي.

[restrict paid=”true”]

دغه‌راز په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ښځو په اړه شوې پرېکړې اندېښمنونکې دي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره یوې داسې ټولګډونه ادارې ته اړتیا ده چې د ټولو ډلو استازولي وکړي.

یاد راپور چې تېره ورځ خپور شوی، په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ له خوا د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته سپارل شوی دی. نوموړي په دې اړه د ۲۰۲۲ کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور هم خپور کړی و او یاد نوی راپور یې د هماغه راپور په دوام کې لیکلی چې د ۲۰۲۲ کال وروستۍ شپږ میاشتې رانغاړي.

په نوي راپور کې ادعا شوې چې د لومړني راپور له وړاندې کولو راهیسې، په افغانستان کې د بشر حقونو روان بحران لا ترینګلی شوی، د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه سیستماتیکه سرغړونه نوره هم ډېره شوې او بنسټیزې ازادۍ لکه د سوله‌ییزو راټولېدلو او ټولنو حقونه، د رسنیو حقونه، عادلانه محاکمې او د ناسم چلند پر وړاندې د خوندیتوب حقونه په زیاتېدونکې توګه تر پښو لاندې شوي دي.

سرچینې لیکلي: «چارواکو د حدودو او قصاص سزاګانې وضع کړې دي چې د ۱۹۹۰ کلونو د پالیسیو د احیاء څرک ترې لګېږي.»

په راپور کې همداراز راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په نیمايي کې، چارواکو پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او د ډسمبر پر ۲۱مه یې پوهنتون ته د ښځو پر تګ د بندیز اعلان وکړ. درې ورځې وروسته، د ډسمبر پر ۲۴مه، ښځې په داخلي او بهرنیو مؤسسو کې له کار کولو منع شوې چې پر وړاندې کېدونکو ژوند ژغورونکو بشردوستانه خدمتونو یې جدي منفي اغېزې لرلې دي.

سرچینې همداراز لیکلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره یوه ټولشموله اداره اړینه ده چې د ټولو سیاسي، مذهبي او نژادي ډلو استازولي وکړي.

په راپور کې راغلي،  د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون تعلیق دی او اوسني افغان چارواکي وايي چې اوسمهال دوی د شریعت مطابق یو نوی اساسي قانون تسویدوي،  ولسي جرګه، د مشرانو جرګه او همدا ډول د ټاکنو کمېسیون، د بشر حقونو کمېسیون او د ښځو چارو وزارت ټول منحل شوي، قضا تعدیل شوې، پر رسنیو محدودیتونه وضع شوي او په ټوله کې د قواوو تفکیک او توازن له منځه وړل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې یو څه هڅوونکي پرمختګونه هم شته، د حکومت لوړپوړو چارواکو له ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ سره ګټور بحثونه درلودل او نوموړي په بهرنیو چارو وزارت کې د بشر حقونو او د ښځو نړۍوالو چارو د بیا فعال شوي ریاست له استازو سره ناستې وکړې.

د راپور له مخې، یوه بین‌الوزارتي تخنیکي او د همغږۍ کمېټه جوړه شوې او دنده یې د هغو سپارښتنو ځوابول دي چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو میکانیزمونو ورته وړاندې کړې دي، د هغو سپارښتنو د پلې کولو په اړه بحثونه پیل شوي چې ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل لومړي راپور کې وړاندې کړې وې.

سرچینه زیاتوي، یوناما د زندانونو اداره کولو ریاست ته د تخنیکي مشورو او پوهاوي لوړونې د ناستو وړاندې کولو ته ادامه ورکړې او بینټ ته د کلتوري میراث د ادارو اړوندې هڅوونکې همکارۍ په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند قاري محمدیوسف احمدي بیا د دغه راپور په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د دوی ادعاوې په کلکله موږ ردوو. زموږ نظام الحمدالله د بشر حقونو ته ژمن دی.»

احمدي زیاته کړه چې په افغانستان کې هر چاته خپل حق ورکړل شوی دی.

ریچارد بینټ په خپل لومړي راپور کې هم ویلي و چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپور رد کړی او ویلي یې و، ریچارد بینټ ته زمینه برابره شوه څو ټولو هغو دولتي ادارو او ځایونو ته ورشي چې په اړه یې اندېښنه لرله، خو سره له دې هم نوموړي ملګرو ملتونو ته «مغرضانه» راپور وړاندې کړ. مجاهد ویلي و چې غربي هېوادونو له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل خو د جګړې لپاره یې رسنیزه وسله پیاوړې کړې ده.

[/restrict]

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.