Language

نیکلسون: د سرپرست حکومت چارواکي له نشه‌یي توکو او فساد سره مبارزې ته ژمن دي

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، کابل ته یې د سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې هغوی ژمنه وکړه چې له فساد او نشه‌یي توکو سره به مبارزه کوي.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون نن (یک‌شنبه) په کابل کې یوه خبري ناسته کې د خپل پنځه ورځني سفر راپور وړاندې ورکړ.

په دې ناسته کې د اروپایي ټولنې سرپرست استازي رافایلا یودیچي هم حضور درلود.

توماس نیکلسون وویل، افغانستان ته په سفر کې یې د دغه هېواد د سرپرست حکومت له چارواکو، سیاسیونو او خبریالانو سره لیدلي دي.

login or register a new account.