ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې په تېر یوه کال کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بلخ کې په تېر یوه کال کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
5 Mar 2023 - 14:03
بلخ کې په تېر یوه کال کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
5 Mar 2023 - 14:03

مزارشریف (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): په بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۷۵ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۵۷ کسان مړه او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د ترافیکو مدیر مولوي عبدالرحمن رحیمي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېر یوه کال کې په دغه ولايت کې ۷۵ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، د يادو ترافيکي پېښو له امله ۵۷ کسان مړه او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز نوموړي وويل، په تېر يوه کال کې دوى د لاېسنس او موټرونو ته د جواز ورکولو له درکه ٦٢ ميليونه افغانۍ عوايد هم ترلاسه کړي دي.

رحيمي دا هم وويل چې په تېر يوه کال کې په یاد ولایت کې د افغانستان لاس ۱۱۴۰ بېلابېل ډول موټرونو ته چې قانوني اسناد یې نه درلودل او يو کليد وو، اسناد ورکړي دي.

نوموړي په مزارشریف ښار کې د ګڼې‌‌ګوڼې کمولو په اړه وويل، د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست پر یوې نوې طرحې کار پيل کړى چې له مخې به یې په ټول هېواد کې ترافيکي ګڼه‌ګوڼه کمه شي.

خو هغه د دغې طرحې په اړه ډېر جزئيات ور نه کړل.

دغه‌راز، د بلخ مرکز مزارشريف ښار یوه اوسېدونکي الله‌داد پژواک ته وويل چې ډېری ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتياطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله کېږي.

هغه وايي، که اړوند مسوولين له لاېسنس پرته چاته د موټر چلولو اجازه ورنه کړي نو تر ډېره به ورسره ترافيکي پېښې کمې شي.

همداراز خیرالله چې په مزارشریف ښار کې ټکسي چلوي وایي، ډېری موټرچلوونکي په ترافیکي قوانینو نه پوهېږي، که پوهېږي هم سرغړونه ترې کوي، نو ځکه دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

هغه زیاتوي، که څه هم په مزارشریف کې ترافیکي اشارې فعالې دي خو خلک ترې سرغړونه کوي او دا دې لامل کېږي چې په ښار کې ګڼه‌ګوڼه ډېره شي.

د يادونې ده، هر کال په افغانستان کې د ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

Visits: 96

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.