[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د مشر کریستوفر لنډبرګ په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي.
دغه وزارت د کب په ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر ګډو ترهګریزو ګواښونو او نورو امنیتي مسایلو خبرې وکړي.
بلخوا پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې ټاکل شوې پاکستان ته د امریکایي پلاوي په دغه سفر کې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې دی، د ګډو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پالیسو ترتیبولو پر سر خبرې وشي.
د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي لپاره دا ګډې هڅې په داسې حال کې پیلېږي چې پاکستان تر بل هر وخت ډېر له ناامنیو سره مخ دی.
پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) په دې وروستیو کې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي چې له امله یې د پاکستان حکومت اندېښمن دی.
پاکستان د تېرې میاشتې په وروستیو کې د دفاع د وزیر خواجه محمداصف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته استولی و څو پر امنیتي اندېښنو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې، پاکستاني پلاوي د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې له خوا د وسلهوالو بریدونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
خو د سرپرست د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د یاد پلاوي له سفر وروسته له پاکستاني پلاوي سره د خبرو په اړه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له پلاوي سره په خبرو کې دواړو خواوو پر امنیتي اندېښنو، د ډرون الوتنو، د مخالفو وسلهوالو فعالیت په اړه خبرې وشوې.
کابل تل وایي چې هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.
[/restrict]
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن