کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان له نیمايي ډېرو وګړو سره د خوړو او تر ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېرو نغدي مرستو خبر ورکوي او وايي، په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ ښځې ډېرې اغېزمنې کړې دي.
د یادې ادارې په تازه راپور کې راغلي، په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر ډسمبر میاشتې پورې د څه باندې ۲۴٫۵ میلیون وګړو -چې د ټول نفوس څه باندې نیمايي برخه جوړوي- د بېړنیو خوړو او تغذیې ملاتړ له لارې لاسنیوی کړی دی.
سرچینې لیکلي، په تېر یوه کال کې یې پر میلیونونو بېوزلو افغانانو ۱،۱۴ میلیون میټرک ټنه خواړه وېشلي او تر ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېرې نغدي مرستې یې هم ورسره کړې دي.
د ډبلیواېفپي راپور له مخې، یادې مرستې د اسیا پراختیايي بانک (ADB)، نړۍوال بانک او ځینو مرستندویه هېوادونو له لوري چمتو شوې دي.
دغهراز په یاد راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکېچ تر ټولو ښځې ډېرې اغېزمنې کړې او په تېرو څو میاشتو کې پر ښځو او نجونو د حکومت محدودیتونو د ښځو او نجونو کړاو لا پسې ډېر کړی دی.
د یادونې ده، اسلامي امارت شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ټولو هغو نادولتي او نړۍوالو موسسو تر ۴۰ سلنه کارکوونکې ښځې د بشري مرستو پر رسولو بوختې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP