مزارشریف (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): په بلخ کې د لومړي ځل لپاره له لسو ولایتونو د شاوخوا ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د وزلوبې سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام لري.
د افغانستان د وزلوبې، نیزهبازۍ او محلي لوبو فدراسیون مشر غلام سرور جلال وایي، دغه سیالۍ نن د بلخ ولایت په کوربهتوب د هېواد بېلابېلو لسو ولایتونو (بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او بامیان) په ګډون پیل شوې چې لس ورځې به دوام کوي.
نوموړی وايي، په یادو سیالیو کې له یاد هر ولایت څخه ۱۲ لوبغاړي ګډون لري چې موخه یې د وزلوبې برخې د غوره لوبغاړو پېژندنه ده.
د جلال په وینا، د یادو سیالیو غوره لوبغاړي به په ملي او نړۍوالو لوبو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې، د دغې سیالۍ لوبغاړي د لوبو له ترسراوي خوښ دي او له حکومته غواړي چې د وزلوبې برخې ورزشکاران وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.
پهلوان زبیر قیومي چې له بدخشان ولایت څخه یې په یادو سیالیو کې ګډون کړی وایي، خوښ دی چې په لومړي ځل په بلخ کې ورته دغه ډول فرصت برابر شوی څو خلکو ته خپله وړتیا وښيي.
هغه زیاتوي، لوبغاړي په خپل شخصي لګښت په دغه ډول سیالیو کې ګډون کوي چې ډېری یې بې وسه دي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د لوبغاړو ملاتړ وکړي.
د یادو سیالیو لوبڅار جاوېد هم وایي، ډېری لوبغاړي په خپل شخصي لګښت په سیالیو کې ګډون کوي، دوی بزګري او درانه کارونه هم ترسره کوي او بېوسه دي.
هغه له حکومته غواړي چې د وزلوبې ودې لپاره له لوبغاړو ملاتړ وکړي، څو دوی وکولای شي په نړۍواله کچه د وزلوبې په سیالیو کې ګډون کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن