کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ایران ۱۸۹ نور افغان بندیان نن د افغانستان حکومت ته وسپارل.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په یوه ټوېټ کې ویلي، یاد بندیان د اسلامکلا بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
هغه وویل، دغه بندیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې افغانستان ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یادو بندیانو د سپارلو په مراسمو کې په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي فضلمحمد حقاني، د هرات د بهرنیو اړیکو رییس مولوي شېراحمد عمار مهاجر او یو شمېر نورو حکومتي مسوولینو ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک اژانس د یوه راپور له مخې، تېره ورځ د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هېواد د محبسونو چارو رییس محمدیوسف مستري له قوله ویلي و، د افغان پلاوي په هڅو چې ایران ته تللی و، ۱۹۰۰ افغان زندانیان به د افغانستان حکومت ته سپارل کېږي.
هغه زیاته کړې چې یاد بندیان به د دې اوونۍ په ترڅ کې اسلامي امارت ته وسپارل شي.
د یادونې ده، ایران تېره ورځ هم ۵۶۰ افغان بندیان د افغانستان حکومت ته سپارلي وو.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن