ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه سوداګره مېرمن له نورو ښځو غواړي چې په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي

8 Mar 2023 - 15:48
8 Mar 2023 - 15:48

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): هغه مېرمن چې په ۵۰۰ افغانیو یې کاروبار پیل کړی، اوس یې پانګه زرګونو ډالرو ته رسېږي او په کورونو له ناستو ښځو غواړي څو له خپل توان سره سم لاس په کار شي، د خپلو کورنیو او هېواد په اقتصادي وده کې برخه واخلي.

دغه پانګه‌واله او سوداګره ظریفه رضايي نومیږي چې د کابل د پغمان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، ٢٦ کاله مخکې په ايران کې په يوه روڼ‌اندې کورنۍ کې زېږېدلې، خپلې لومړنۍ زده‌کړې يې په ایران کې بشپړې کړې او هېواد ته له راستنېدو وروسته یې منځنۍ زده‌کړې او لېسه د پغمان د نجونو په لېسه کې سر ته رسولې او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په انسټيټوټ (ای‌.ټي‌.وي.‌ای) کې یې تر ۱۴ ټولګي د کرنې په برخه کې زده‌کړې کړې دي.‎

هغې په یاد انسټیټوټ کې د زده‌کړو له بشپړولو وروسته په کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې ښځو ته د اصلاح شوو تخمونو وېشلو او کورنیو باغچو جوړولو په برخه کې کال پیل کړ.

په کرنې وزارت کې د ظریفې رضایې د دندې له پای ته رسېدو وروسته د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې پانګونې ته د هغې پام واوښت، تر دې چې ویې کولای شول په ۱۳۹۷ کال کې د هغو ښځو له تولیدي محصولاتو د ترشۍ، اچارو او مربا چمتو کولو په بر خه کې د ۵۰۰ افغانیو په پانګونه خپل کاروبار پیل کړي چې د کورنیو باغچو جوړولو په برخه کې کار کوي.

د هغې په خبره، دا چې د پانګونې په برخه کې یې د کاروبار پنځه کاله کېږي، اوس یې پانګه تر ۳۲ زره ډالرو رسېدلې او اوس د خیاطۍ، المان او بلجیم هېوادونو ته د لاي صنایعو د صادراتو برخه کې هم کار کوي او د ۱۰۰ نجونو لپاره یې د دینې زده‌کړو زمینه هم برابره کړې ده.

هغې ۷ کاله مخکې واده کړی او اوس یوه لور لري او خاوند یې د سوداګرۍ په کاروبار کې ورسره مرسته کوي

له کرنیزو محصولاتو تولیدات او د ښه ژوند پیل

ظریفه رضايي د خپل کاروبار د پیل په اړه داسې وايي: «ډېره لېوالتیا مې د اچارو، ترشۍ او نورو له چمتو کولو سره لرله، یوه ورځ مې اچار او ترشي چمتو کړل او خپلوانو او ګاونډیانو ته مې وړیا ورکړل ومې کتل چې صفت یې وکړ، له هماغې ورځې مې دا کار شروع او پلور مې یې پیل هغه وایي، وروسته له دې چې له کار سره بلده شوه، تولیدات یې په بازار کې ښه شول، د کچیپ، رب او مربا کار یې هم پيل کړ او تولیدېدونکي توکي بازار ته عرضه کوي.

د نوموړې په وینا، په پسرلي کې اچار، ترشي او رب ډېر جوړوي، خو په ژمي کې د الوبخارا او زردالو له کشتو مربا جوړوي.

هغې چې د جمهوریت له سقوط مخکې په پغمان کې د رب او کچیپ جوړولو قابریکه جوړه کړې وه، په هغې فابریکه کې ماشینونه وو، ځینې ښځې هلته په کار بوختې وې، خو اوس یاد ماشینونه غیرفعال دي.

د کابل ښار د کوټې سنګي یوې اوسېدونکې نجلا عطايي وویل، له ظریفې سره د اچار، ترشي، رب او نورو توکو جوړولو په برخه کې کار کوي او دا چې دلته د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښه ده.

د خیاطي ماشین جوړول؛ بهر ته د صادراتو د کار پیل

ظریفه رضایي وايي، د اسلامي امارت په لومړیو کې یې کاروبار پيکه شوی و، خو هڅه یې وکړه چې په اباسین ځدران مارکیت کې د «صنایع تاج عروس» په نوم یو خیاطي جوړه کړي او کاروبار یې پراخ کړي.

هغه وايي چې په دغه خیاطي کې هر ډول لاسي افغاني جامې، د موره دوزي او داسې نور ګنډل کېږي او ان مېرمنو ته يې په کورونو کې هم فرمایش ورکوي.

نوموړې وویل، لاسي صنايعو تولیدات یې نه يوازې په هټيو کې پلورل کېږي، بلکې بلجيم او جرمني هېوادونو ته یې هم د پوست له لارې صادروي چې کله ډېر او کله هم په کمه اندازه وي.

د سرچینې په وینا، اوسمهال په دې برخه کې ۱۰ مېرمنې ورسره کار کوي.

شیما خواجه چې  په «صنایع تاج عروس» خیاطي کې کار کوي، پژواک ته وویل: «لومړی مې خیاطي زده کړه او اوس هم کار کوم او له خپل کار څخه راضي یم.»

د نجونو لپاره د دیني زدهکړو ټولګیو رامنځته کول

رضایي د سوداګرۍ او تجارت د نوښتونو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د دیني زده‌کړو صنفونه هم ښځو او نجونو ته رامنځته کړي دي.

نوموړې وایي، د ورځې شاوخوا ۱۰۰ تنو زده کوونکو ته چې له ۷ څخه تر ۵۰ کلونو عمرونه لري، دیني موضوعات ورزده کوي.

هغې وویل، د زده‌کړو لپاره د مراجعینو غوښتنه ډیره ده، خو د خپل کور د کوچینوالي له امله د ډېرو زده کوونکو د ځایولو وړتیا نه لري.

د هغې په خبره، په یادو ټولګیو کې زده کوونکو ته په څلورو کټګوریو کې چې قاعده، حفظ، ناظره او تجوید په شامل دي، تدریس کېږي.

هغې سربېره پر دې چې هیله لري هېواد کې ښځو او انجونو ته د کار، تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي، له ټولو نجونو او ښځو وغوښتل چې په هیڅ ډول شرایطو کې تسلیم نه شي، په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې برخې واخلي.

هغې وویل چې خاوند یې په ټولو چارو کې ورسره همکاري کوي.

د ظریفې رضايي خاوند محمدهارون رضایي وویل، له سیاسي سقوط مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، د نظام له سقوط سره بې کار شو او اوس له خپلې مېرمنې سره په کاري عرصه کې همکاری کوي.

د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د یوې لېسې د یوولسم ټولګي او د ناظره ټولګي زده کوونکې نبیله وایي: «له مېرمن رضایي څخه منندویه یمه چې یاد صنف یې رامنځته کړی او لږ تر لږه موږ یو څه زده کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال په ۲۴مه په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو تګ منع شو او د روان کال په لېندۍ میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل دوام هم تر «امر ثاني» پورې وځنډېد.

دغه راز د اسلامي امارت رهبرۍ مقام د وروستي فربمان له مخې، په غیرحکومتی موسسو او انجیوګانو کې د ښځو کار منع شو.

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو په ځلونو ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د تعلیمي، تحصیلي او کاري چاپېریال په رامنځته کېدو سره به پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو تګ ته اجازه ورکړل شي خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې کله به نجونې خپل یاد حق ترلاسه کړي.

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version