ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران سفیر: د افغانستان د ننګونو او مسایلو اساسي حل‌لاره د سیمې هېوادونو په ژوره همکارۍ کې نښتې ده

د ایران سفیر: د افغانستان د ننګونو او مسایلو اساسي حل‌لاره د سیمې هېوادونو په ژوره همکارۍ کې نښتې ده

author avatar
8 Mar 2023 - 15:32
د ایران سفیر: د افغانستان د ننګونو او مسایلو اساسي حل‌لاره د سیمې هېوادونو په ژوره همکارۍ کې نښتې ده
author avatar
8 Mar 2023 - 15:32

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ایران سفیر دې ته په اشاره چې له سیمې بهر د افغانستان د ستونزو حل لپاره هڅې ښایي له شته وضعیت سره مرسته ونه کړي، زیاته کړه، د ټولګډون حکومت او د ښځو حقونو خوندیتوب پر لور د اسلامي امارت یو حرکت ښايي د سیمې هېوادونو له هرکلي سره مخ شي.

په تاشکند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ځانګړو استازو له پرونۍ ناستې وروسته په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي پرون شپه یوه ټوېټ کې لیکلي، یادې ناستې وښوده چې د افغانستان سیاسي، امنیتي او ټولنیز بدلون د سیمې لپاره مهم دی.

هغه دې ته په اشاره چې له سیمې بهر د حل لارو لپاره هڅې به له شته وضعیت سره کومه مرسته ونه کړي، زیاته کړه: «د افغانستان د ستونزو او مسایلو اساسي حللاره د سیمې هېوادونو ترمنځ په ژوره همکارۍ کې نغښتې ده.»

دغه راز د ایران سفیر ویلي چې د ټولګډون حکومت او د ښځو حقونو خوندیتوب پر لور د اسلامي امارت یو حرکت  ښایي د سیمې هېوادونو له هرکلي سره مخ شي.

هغه په ډاګه کړې چې له ګانوډیو او سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت ملتیا له کړکېچونو د وتلو ښه لار ده.

د یادونې ده، پرون د ازبکستان په کوربه توب په لومړي ځل د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو په تاشکند کې ناسته ترسره کړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر اوسني وضعیت، د افغانستان د ستونزو حل په برخه کې د سیمې هېوادونو د همکارۍ، د اوږدمهالې سولې او ثبات د ټینګښت او د افغانانو لپاره د بشري مرستو برابرولو په اړه خبرې وشي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.