کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو یو ځل بیا د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د «ښځو او نجونو پر اساسي حقونو» لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.
نن د مارچ اتمه د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون ورځې په توګه نمانځل کېږي.
ملګرو ملتونو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه، یوناما په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیضي احکامو او کړنو پرله پسې اقدامات ثبت کړي چې د بشري حقونو او اساسي ازادیو په اسنادو کې د بشري حقونو له تعهداتو سره په ټکر کې دي، افغانستان یې یو غړی دی او باید رعایت یې کړي.»
په دې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د ښځو پر حقونو لګول شوي محدودیتونه ځوروونکي بللي او ادعا یې کړې چې موږ «د داسې قصدي او سیستماتیکو روشونو شاهدان یو چې افغان ښځې او نجونې یې له ټولنې منزوي کړې دي.»
ملګرو ملتونو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، که څه هم واکمن چارواکو ویلي، دوی د تعلیمي نصاب له اسلامي ارزښتونو او کلتوري نورمونو سره د برابرولو په حال کې دي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په روان میلادي کال کې ۱۱،۶ میلیون افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري خو په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکو له خوا په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز په لګېدو سره نړۍوالې مرستې له ستونزو سره مخ شوې دي.
په ورته وخت کې، د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان (دبلیو اېچ او) افغانانو ته د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو سره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو زړوړتیا، نرمښت او سرښندنې ستایلې او ویلي یې دي چې افغانستان دغه راز په نړۍ کې تر ټولو سخت او لوی ناورین تجربه کوي.
یاد سازمان ویلي، په روان زېږدیز کال کې په افغانستان کې ۲۸،۳ میلیون خلک بشري ته او څه باندې ۱۷ میلیون نور روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
بل پلو، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي: «ښځې او نجونې په هر ځای کې د خپل حق غوښتونکې دي او د هغوی خبرې په ټوله نړۍ کې منعکس کېږي.»
هغه زیاته کړې ده، پر ښځو او نجونو پانګونه د ټولو خلکو، ټولنو او هېوادونو لپاره د پرمختګ لار ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، پر یوې طرحې کار روان دی او په نهایي کېدو سره به یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړل شي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم تېره ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو تړل کېدل د تل لپاره نه دي، بلکې په موقتي ډول تر بل فرمانه تړلي شوي او اسلامي امارت د اسلامي شریعت په پام کې نیولو سره د ټولنې د هر وګړي د زدهکړو حق ته ژمن دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن