ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یو شمېر ښځو ته وړیا کتابونه ووېشل شول

کابل کې یو شمېر ښځو ته وړیا کتابونه ووېشل شول

author avatar
9 Mar 2023 - 16:49
کابل کې یو شمېر ښځو ته وړیا کتابونه ووېشل شول
author avatar
9 Mar 2023 - 16:49

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): په کابل کې یو شمېر ښځې نورو ښځو ته د وړیا کتابونو په ورکړې سره وايي، له دغه پروګرام څخه یې موخه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) نمانځل او په ټولنه کې د کتاب‌لوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.

یادو فرهنګي ښځو «د کتاب ډالۍ کول د پوهې ډالۍ کول دي» تر عنوان لاندې د يوه پروګرام په جوړولو سره پر سلو ښځو دوه دوه ټوکه کتابونه وړيا ووېشل.

د کتاب ډالۍ کولو یاد پروګرام جوړولو مسووله خاطره حصار پژواک ته وویل، یاد پروګرام یې د مارچ اتمې د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړ کړی دی.

نوموړې زیاتوي چې ۲۰۰ ټوکه کتابونه یې ۱۰۰ ښځو ته په وړیا ډول ډالۍ کړي چې هرې یوې ته دوه دوه کتابونه ورسېدل.

هغې زياته کړه، دغه کتابونه يې په شخصي لګښت او په کابل ښار کې د يوې خپرندويې موسسې په مرسته اخيستي دي.

نوموړې وویل چې دغه کتابونه د ښځو لپاره ځانګړي دي او یوازې همدوی ته وېشل کېږي.

له بلې خوا، د یاد پروګرام يوه تنظيموونکې حسنا سروري هم وايي، د دغه پروګرام جوړول دوه مهم پيغامونه لري، يو يې د ښځو نړۍوالې ورځې نمانځل او بل يې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ وده او دودول دي.

د هغې په باور، دغه ډول پروګرامونه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکوي.

سروري د خپل کار د مخینې په اړه وويل، پخوا يې يوازې د کتابونو نندارتون جوړ کړی و چې پر خلکو يې کتابونه په ارزانه بيه پلورل.

نوموړی زیاته کړه، دوی په راتلونکي کې د دغه ډول پروګرامونو ډېرولو پلان لري څو نجونو ته د یوې کوچنۍ انګیزې پېدا کېدو لامل وګرځي.

هغې په ډاګه کړه، هڅه به وکړي چې دغه ډول پروګرامونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

دغه مېرمن له سرپرست حکومته د ورته پروګرامونو د ملاتړ او د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، یوه مېرمن نتاشا افضلي چې دوه ټوکه کتابونه ورته ډالۍ شوي پژواک ته وویل، د یادو کتابونو له ترلاسه کولو خوښه ده.

د هغې په خبره، د دغه ډول پروګرامونو جوړول ګټور دي او د ټولنې د خلکو په منځ کې د کتاب‌لوستنې فرهنګ د ترویج لامل کېږي.

افضلي زیاتوي، کتاب په ژوند کې مهم رول لري، د ژوند د تیارو روښانولو او د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.

یوه بله مېرمن رویدا بخشي چې دوه ټوکه کتابونه ورته ډالۍ شوي هم د ورته پروګرامونو له ترسره کېدو خوشحاله ده او دا یو ځانګړی اقدام ګڼي.

هغې وویل، دغه ډول پروګرمونه کولی شي چې د علم ځانګړي ځای ځایګي په تړاو د خلکو پوهولو لپاره هڅوونکي اووسي.

نوموړې له هغو کسانو چې مطالعه نه کوي، غوښتنه وکړه چې د ورځې په اوږدو کې یو څه وخت د مطالعې لپاره ځانګړی کړي.

د یادونې ده، کارپوهان وایي چې له کتابه استفاده نه کول د ټولنې لپاره بدې پایلې درلودلای شي.

د کارپوهانو په خبره، ماشومانو ته د کورنیو نه پاملرنه، مجازي شبکې، د کتاب‌لوستنې فرهنګ نه ترویج او نور ډېر هغه لاملونه دي چې ټولنه د بې‌سوادۍ او د کتاب‌لوستنې فرهنګ کمرنګه کېدو خوا ته بیایي.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.