ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځدراڼ: کابل کې چاودنه شوې، مرګ‌ژوبله نه لري

ځدراڼ: کابل کې چاودنه شوې، مرګ‌ژوبله نه لري

author avatar
9 Mar 2023 - 11:27
ځدراڼ: کابل کې چاودنه شوې، مرګ‌ژوبله نه لري
author avatar
9 Mar 2023 - 11:27

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې او مرګ‌ژوبله نه لري.

دغه چاودنه نن سهار نږدې اووه نیمې بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښوونې او روزنې پوهنتون او قلعه وزیر ترمنځ ساحه کې شوې ده.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې پېښه په یوه لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودېدو له امله شوې ده.

دی وایي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

Views: 175

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.