Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بنسټیزو پروژو پلې کولو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی افغانستان ته راځي

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدنه کې د ښځو د کار او زده‌کړو ځنډېدو پر پرېکړو د بیا کتنې پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې د بنسټیزو پروژو پلې کولو لپاره د دغه سازمان پلاوی افغانستان ته راځي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کي د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمدسعید عبدالله ال عیاش او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر وکړ او تېره ورځ یې د کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقي په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان او له اسلامي هېوادونو سره ځانګړې اړیکې غواړي، څو افغانستان په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې رغنده تعامل ته ورسېږي.

ده زیاته کړې: «په افغانستان کې خورا ښه فرصت رامنځته شوی، تاسي نن وینئ چې په ټول هېواد کې ارامه فضاء او مثالي امن دی؛ هیله مو دا ده چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي، اسلامي نړۍ او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په برخه کې لا زیات رول ولوبوي.»

د خبرپاڼې له مخې، طارق علي بخیت ویلي چي په نږدې راتلونکې کې به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پيل شي.

د هغه په وینا، په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته راشي او دلته به لومړی په بېلابیلو برخو کې اړتیاوې معلومې کړي او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستې کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طارق علي بخیت په یاده لیدنه کې له افغانستانه د ملاتړ لپاره د دغه سازمان پيغام اعلان کړ او په دغه هېواد کې یې د ښځو د کار او زده‌کړو ځنډېدو پرېکړو د بیا کتنې پر اهمیت هم خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.