[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک ۱۸ کب ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې د بلخ والي په یوه ځانمرګي برید کې ژوند له لاسه ورکړ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان مثالي امن او امنیت رامنځته شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد د کب په ۱۸مه، د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، په افغانستان کي د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق عليبخیت، د دغه سازمان سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې وویل، اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو سره ځانګړې اړیکې غواړی څو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي رغنده تعامل ته ورسیږي.
دی وايي: «په افغانستان کي خورا ښه فرصت را منځته شوی، تاسو نن وینئ چې په ټول هېواد کې ارامه فضا او مثالي امن دی.»
د یادونې وړ ده چې نن په بلخ ولایت کې د ځانمرګي برید په پایله کې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل خپل ژوند له لاسه ورکړ.
متقی ويلي: «هیله مو دا ده چي د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلابیلو برخو کي مرستي وکړي، اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کی لا زیات رول ولوبوي.»
د سرچینې په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق عليبخیت د افغانستان وضعیت مثبت و ارزاوه او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته یې ډاډ ور کړ چي په نږدې راتلونکي کي به یو شمېر بنسټیزې پروژې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي عملاً پيل شي، چې په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي .
د هغه په خبره، پلاوی به لومړی په بېلابیلو برخو کې اړتیاوې په نښه او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستې کوي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن