کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): اروپايي ټولنه وایي، تېره ورځ یې افغانستان ته سل ټنه طبي توکي او وسایل استولي دي.
د یادې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون یې افغانستان ته په یوه ځانګړې الوتکه کې له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره سل ټنه طبي توکي او وسایل کابل ته لېږدولي دي.
سرچینې د یادې ټولنې د شارژدافیر ریفایله لوډېس (Raffaella Iodice) له قوله لیکلي چې دغه ټولنه له افغانانو سره خپلو مرستو ته لا هم دوام ورکوي.
هغه زیاته کړې چې اروپايي ټولنه خپلې مرستې د ملګرو ملتونو او بشردوستانه نادولتي موسسو له لارې افغانستان کې پر اړو خلکو وېشي.
Views: 112
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن