Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو او پاکستان له افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې کړې

ملګرو ملتونو او پاکستان له افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې کړې

author avatar
9 Mar 2023 - 23:13
ملګرو ملتونو او پاکستان له افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې کړې
author avatar
9 Mar 2023 - 23:13

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزیل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کب په ۱۸مه، د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې ویل شوي چې پوټزیل په لنډ سفر اسلام‌اباد ته راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې، هغه په اسلام‌اباد کې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اسدمحمد خان سره وکتل او له هغه سره یې د افغانستان پر بشري وضعیت او بشري مرستو خبرې وکړې.

اسدخان په دې لیدنه کې یو ځل بیا له افغانانو سره د خپل هېواد یووالی څرګند کړی او زیاته کړې یي ده چې دوی په دې سخت وخت کې له افغانستان سره چي بشري مرستو ته اړتیا لري، ولاړ دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر نظاماني هم ګډون درلود.

پوټزیل په داسې حال کې پاکستان سره د افغانستان پر بشري مرستو خبرې کړې چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ۴.۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایو ویلي، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان لپاره تر ټولو سترې ۴.۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې، هغه هېواد چې شاوخوا ۲۸ میلیون وګړي یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.