ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خبریالانو ملاتړې ټولنې په مزار کې د وروستۍ چاودنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کوي

د خبریالانو ملاتړې ټولنې په مزار کې د وروستۍ چاودنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کوي

author avatar
11 Mar 2023 - 23:56
د خبریالانو ملاتړې ټولنې په مزار کې د وروستۍ چاودنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کوي
author avatar
11 Mar 2023 - 23:56

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د خبریالانو یو شمېر ملاتړې ټولنې په مزارشریف کې د خبریالانو پر غونډه چاودنه غندي او په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوي.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کب په ۲۰مه د تبیان فرهنګي مرکز له خوا د ژورنالېستانو ستاینې لپاره جوړه شوې غونډه کې چاودنه وشوه.

Balkh blast

د پژواک خبریال عبدالصبور سیرت

د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی او د پنځو خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان دي، خو د خبریالانو مرکز وایي چې په دې چاودنه کې ۱۵ خبریالان ژوبل شوي دي.

د پژواک خبریال عبدالصبور سیرت هم ټپي شوی دی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دې پېښې غندلو ترڅنګ، خپله ژوره خواخوږي او اندېښنه څرګنده کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د دې چاودنې يوازېنۍ موخه د بيان ازادي تر پښو لاندې کول دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د خبريالانو خونديتوب په موخه پر سرپرست حکومت فشار راوړي، څو نور رسنيزه ټولنه غمجنه نه کړي. پر خبریالانو برید له هيڅ دین او رسم سره مطابقت نه لري.

بلخوا کابل پرېس کلب په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په مزار کې پر خبریالان برید یو بشري جنایت دی او کابل پریس کلب اداره دغه برید په کلکه غندي او له ټپیانو سره د عاجلو روغتیايي مرستو غوښتنه کوي.

د کابل پریس کلب ادارې له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو له نړۍوالو سازمانونو په کلکه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په بلخ کې پر خبریلانو د برید بېړنۍ او دقیقه څېړنه وکړي.

کابل پریس کلب یو ځل بیا پر اسلامي امارت غږ کړی چې د بیان ازادي ته ژمن  پاتې شي او له خبریالانو سره پر وخت او رښتیني‌ معلومات شریک کړي.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې دا چاودنه په کلکه غندلې او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دوی په یاده پېښه کې د ټپي شوو ټولو خبریالانو درملنې لګښت پر غاړه اخیستی دی.

دغې کمیټې له ټولو اړوندو مسوولینو غوښتي چې د دې پېښې عاملین محکمې ته راکش کړي.

بلخوا  د خبریالانو مرکز هم په یوه خبرپاڼه کې د یادې چاودنې د غندنې ترڅنګ ویلي، دا د رسنیو او بیان ازادي پر وړاندې ښکاره برید دی.

سرچینې د دې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې خبریالانو ته باید خوندي کاري چاپېریال برابر شي.

په کاناډا کې د افغان خبریالانو ټولنې په مزار شریف کې پر خبریالانو برید غندلی، ویلي یې دي چې په دغه برید کې لږ تر لږه درې خبریالان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم یاد برید غندلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) په مزارشریف کې د افغان خبریالانو پر غونډه برید د بیان پر ازادي برید بللی او پر سختو ټکو یې غندلی دی.

پي‌ټي‌اېم په افغانستان کې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د بیان ازادي ته درناوی او د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتونکی دی او په تکرار سره وايي چې پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتون/ افغان وطن کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

د ننګرهار او بلخ پخوانیو والیانو هم پر خبریالانو یاد برید غندلی دی.

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل په یوه ټویټ کې ویلي، په مزارشريف کې د خبریالانو پر غونډه چاودنه نهایت دردوونکی او نه بښونکی عمل دی.

هغه زیاته کړې، خبريالان د ټولنې رسا غږ دی او هيله ده مسؤولين يې خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم په یوه ټویټ کې ویلي چې خبریالانو په سختو شرایطو کې خپلې دندې پر مخ وړي او هیڅ ډول امنیتي خوندیتوب نه لري.

[/restrict]

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.