Language

ندیم: مخکنیو نظامونو د لوړو زده‌کړو په برخه کې دیني اړخ له پامه غورځولی و

کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وایي، د لوړو زده‌کړو په برخه کې په تېرو نظامونو کې دیني اړخ له پامه غورځول شوی و، یوازې طب، انجنیري او نورو عصري زده‌کړو ته پاملرنه ډېره وه.

هغه دغه څرګندونې نن د شنبې په ورځ په کندهار کې د ۳۳ دیني عالمانو په فراغت‌غونډه کې وکړې.

دغه دیني عالمانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ابراهیم النخعي په تخصصي مرکز کې د افتاء او قضاء په برخو کې لوړې زده‌کړې د دوو کلونو په موده کې بشپړې کړې وې.

مولوي ندامحمد ندیم په خپلو خبرو کې وویل، د لوړو زده‌کړو په برخه کې یوازې طب، انجنیري او نورې څانګې نه دي اړینې، بلکې دیني برخه هم ډېره مهمه ده چې په تېرو نظامونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې.

login or register a new account.