منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ندیم: مخکنیو نظامونو د لوړو زده‌کړو په برخه کې دیني اړخ له پامه غورځولی و

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وایي، د لوړو زده‌کړو په برخه کې په تېرو نظامونو کې دیني اړخ له پامه غورځول شوی و، یوازې طب، انجنیري او نورو عصري زده‌کړو ته پاملرنه ډېره وه.

هغه دغه څرګندونې نن د شنبې په ورځ په کندهار کې د ۳۳ دیني عالمانو په فراغت‌غونډه کې وکړې.

دغه دیني عالمانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ابراهیم النخعي په تخصصي مرکز کې د افتاء او قضاء په برخو کې لوړې زده‌کړې د دوو کلونو په موده کې بشپړې کړې وې.

مولوي ندامحمد ندیم په خپلو خبرو کې وویل، د لوړو زده‌کړو په برخه کې یوازې طب، انجنیري او نورې څانګې نه دي اړینې، بلکې دیني برخه هم ډېره مهمه ده چې په تېرو نظامونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، په ټولنه کې هم ډاکټر، هم انجنیر، هم متخصص او هم عالم ته اړتیا شته او په دې ټولو برخو کې د هر چا حق ته ژمن دی.

نوموړي وویل: «تحصیلات عالي، د هغه مجموعي معنا دا نه ده چې یوازې ډاکټر او انجنیر جامعې ته وړاندې کړي، تحصیلات عالي ډېرې رشتې لري، ټول ضرورت د جامعې په دې کې جمع دي، دا چې مخکني نظامونه داسې تېر شوي دي چې یوازې یې دا یوه طرف ته توجه کړې ده دا بل دیني طرف یې پرې ایښی دی دا خو نو د هغو نقصان او بې‌انصافي وه، موږ او تاسې به داسې کوښښ وکړو چې په تحصیلات عالي کې د هر چا حق ته ژمن شو.»

د هغه په خبره، هڅه کوي چې د هېواد په ټولو زونونو کې د دیني علومو تخصصي مرکزونه جوړ کړي څو په دې برخه کې پر لوړو زده‌کړو سمبال عالمان ټولنې ته وړاندې کړي.

د ابراهیم النخعي د تخصص مرکز رییس شېخ قاضي عبدالصادق غزنوي هم په خپلو خبرو کې دیني لوړې زده‌کړې ډېرې اړینې او مهمې وبللې او زیاته یې کړه، په دیني علومو کې درې اصول دي چې شریعت، طریقت او سیاست دي.

د هغه په وینا، که دا درې اصول په نظر کې و نه نیول شي په دې برخه کې به کمزوري راځي.

دغه‌راز په دیني برخه کې له لوړو زده‌کړو څخه فارغانو هم وویل، دوی په دې ډېر خوښ دي چې دلته په هېواد کې د لوړو زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

د افتاء او قضاء برخې یو فارغ مولوي عبدالوارث وايي، پخوا به د دیني زده‌کړو په ځانګړې توګه تخصص لپاره خلک نورو هېوادونو ته تلل خو اوس دا زمینه دلته په هېواد کې برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پخوا به طالب‌العلمانو عربي او نورو هېوادونو ته سفرونه کول او هلته به یې په دیني برخه کې تخصص تر سره کاوه، خو اوس دا زمینه دلته برابره شوې ده چې الحمدالله دا ډېر ښه کار شوی دی.»

همداراز یو بل فارغ مولوي نوراحمد وایي، په دغه مرکز کې په پنځو برخو کې دیني لوړې زده‌کړې کېږي چې د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي زده‌کړې پکې کوي.

نوموړي وویل: «دلته په افتاء او قضا، تخصص فل حدث، دعوت ارشاد، اسلامي بانکداري او اقتصاد او تفسیر برخو کې لوړې زده‌کړې چې موږ تخصص ورته وایو تر سره کېږي.»

له یاد مرکزه دا لومړۍ دوره کسان دي چې فارغېږي او د لوړو زده‌کړو وزارت ژمنه ورسره وکړه چې په عدلي او قضايي ادارو کې به د مسلکي کسانو په توګه پر دندو ګومارل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه