Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د هېواد ۲۲ ولایتونه د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي»

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، سږ کال د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر دوه زره ډېر ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د ګواښونو کمېدو برخې رییس ملا جانان سایق د کب په ۲۲مه په کابل کې د طبیعي پېښو ګواښونو کمښت پروژې لاسته راوړنو ملي سیمینار په څنډه کې طلوع‌نیوز ته ویلي، د روان هجري لمریز کال ورښتونو په ترڅ کې نږدې یوولس زره کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې: «په ټول افغانستان کې ۱۰۹۶ کسان د طبیعي پېښو له امله مړه، ۲۱۵۷ کسان نور ټپیان او د خلکو ۱۰۸۰۶ کورونه تخریب شوي دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي زیاتوي، اوس‌مهال د هېواد ۲۲ ولایتونه د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.

بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړۍوالو اړیکو رییس شمس‌الدین حق‌یار وایي: «په روان کال کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي او دغه ولایتونه اوس هم د طبیعي پېښو تر خطر لاندې دي.»

د یاد وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، یو شمېر هغو کورنیو ته یې چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، ځمکې او کورونه وېشلې دي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.