ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

author avatar
13 Mar 2023 - 10:12
په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
author avatar
13 Mar 2023 - 10:12

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF وايي، نن په ټول هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په پیل کې ۹ محیطي نمونې مثبتې شوې او د ویروس د سرایت اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق مطبوعاتي مسوول کمال‌شاه سید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (د کب ۲۲مه) د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.

دی وایي، د دغه څلور ورځني کمپاین په لړ کې به شاوخوا لس میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي څو د پولیو له ناروغۍ خوندي پاتې شي.

هغه زیاته کړه، په دغه کمپاین کې به هغو ماشومانو ته چې عمر یې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو پورې دی، د وټامین A څاڅکي هم ورکړل شي چې د بدن معافیت یې لوړ وساتل شي.

د ده په خبره، په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړو پروګرام د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې تطبیق کېږي او په دغو پروګرامونو کې د یونیسف عمده دنده په ټولنه کې د عامه پوهاوي زیاتول دي.

نوموړي وویل، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د هېواد د ختیځې حوزې په چاپېریال کې یاد ویروس تثبیت شوی نو په همدغه اساس د دې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ شته.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) کې د روانې کب میاشتې په لومړۍ هم د ګوزڼ مخنیوي یا پولیو واکسین کمپاین ترسره کړی و چې په پایله کې یې ۱.۲ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شوي وو.

چارواکي وايي، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین نهه کمپاینونه شوي وو چې په پایله کې یې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ټیټې شوې دي.

په دغه کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ یوازې دوه پېښې ثبت شوې چې یوه په پکتیکا او بله په کونړ ولایتونو کې وې.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.