ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او انرژۍ وزارت تر اوسه ۵۰ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده

د اوبو او انرژۍ وزارت تر اوسه ۵۰ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده

author avatar
14 Mar 2023 - 17:12
د اوبو او انرژۍ وزارت تر اوسه ۵۰ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده
author avatar
14 Mar 2023 - 17:12

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، پراختیايي پروژې یې د ۱۴۰۲ کال په بودجه کې شاملې کړې دي؛ د ۱۴۰۱ کال خپله ۹۰ سلنه عادي او ۵۰ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او خپرونو رییس غلام جیلاني حق‌پرست پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې پراختیايي پروژې درلودلې.

د هغه په وینا، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د بودجوي محدودیتونو او د چارواکو د هدایت پر اساس، د تېر حکومت د پروژو پاتې کارونه -چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر و- ترسره شوي او دغه وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد د اوبو سرچینو د جمعي مدیریت لپاره خپلې پراختیايي پروژې له ډلبندۍ وروسته د متوازنې او اغېزناکې پراختیا پر بنسټ له سیندیزو حوزو سره په همغږۍ کې تنظیم کړې دي.

هغه په دې اړه چې ایا د ۱۴۰۱ کال په پرتله د ۱۴۰۲ کال په بودجه کې بدلون راغلی او د اوبو او انرژۍ وزارت د بودجې جوړولو بهير له تېر حکومت سره څه توپیر لري؟ وویل: «د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې په پرتله د ۱۴۰۲ کال د بودجې د ترتیب په اړه، د مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د وزارت د متحدالمال له مخې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه هرې پروژې ته د موثریت، انډول او نورو فکټورونو په پامنیوي سره یو کانسيپټ نوټ ترتیب شوی او د ماليې وزارت د پالیسۍ معاونیت ته استول شوی چې تر ارزونې وروسته د ۱۴۰۲ کال په مالي بودجه کې شاملېږي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.