[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د روسیې یوې جیټ جنګي الوتکې پر تورې بحیرې د دوی پر یوې بېپیلوټه الوتکې برید کړی دی.
امریکا غږ د کب په ۱۴مه د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د روسيې الوتکې دا برید «له نړۍوالو قوانینو بېباکانه سرغړونه» ده او زیاته کړې یې ده چې له برید وروسته امریکایي ځواکونو یاده بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړه.
بلخوا مسکو وایي، کریمیا ته نږدې کله چې د امریکا ډرون الوتکه له روسي جیټ سره مخ شوه، ډېر ژر په اوبو کې وغورځېده خو ټینګار یې وکړ چې د هغوی الوتکو پر امریکایي ډرون ډزې ونه کړې.
د راپورونو له مخې، له دې پېښې سره د متحده ایالتونو او روسیې ترمنځ د اوکراین د برید په تړاو شته تاوتریخوالی نور هم ډېر شو او دا د سړې جګړې له اوج راوروسته لومړی ځل دی چې یوه امریکایي الوتکه د روسیې له جنګي الوتکې سره له مخ کېدو وروسته نسکورېږي.
د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي په وینا، د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان د پېښې په اړه د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډ ته معلومات ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي به په مستقیم ډول له روسي چارواکو سره خبرې وکړي او «د دې ناامنه او غیرمسلکي کړنې مخنیوي په اړه به خپله اندېښنه ورسره شریکه کړي.»
متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس دا «له نړۍوالو قوانینو بېباکانه سرغړونه» بللې ده.
هغه ویلي، د دغه کار په غبرګون کې په امریکا کې د روسیې سفیر احضار شو او په مسکو کې د امریکا سفیرې لین ټریسې هم ورته غبرګون څرګند کړی دی.
په اروپا کې د امریکا قوماندانۍ په یوه بیانیه کې ویلي چې ۲۲۷ ډوله روسي جیټ الوتکو په غیرخوندي او غیرمسلکي بڼه د امریکا یوې ډرون الوتکې چې د تور سمندرګي پر سر یې په نړۍواله فضا کې الوتنه کوله، مخه ونیوه.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پټ ریډر ویلي چې دا پېښه د مرکزي اروپا پر وخت د سهار اووه بجې او ۳ دقیقې د نړۍوالو اوبو پر سر او له اوکراینه په لرې فاصله کې شوې ده.
هغه زیاته کړې چې روسي جیټ الوتکو له ۳۰ تر ۴۰ دقیقو پورې د دې الوتکې څنګ ته الوتنې کولې.
مسکو څو ځلې د کریمیا ټاپو ته نږدې د امریکا د ډرون الوتکو پر الوتنو اندیښنه ښودلې ده؛ هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په ناقانونه توګه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
مسکو پر امریکا او متحدینو یې تور پورې کړی چې اوکراین ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې ښکېل شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته غربي هېوادونو، په خاص ډول متحده ایالتونو له اوکراین سره د سلګونو میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړې دي.
[/restrict]
Views: 433
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن