[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د سرپرست حکومت کابینې په غونډه کې د جوزجان - اندخوی او هرات - روزنک ترمنخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو د عملي چارو پیلولو پرېکړه وشوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د اسلامي امارت کابینې ۲۷مه نوبتي غونډه نن د ریيسالوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک ترمنخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پيل شي.
په خبر کې راغلي، د اوسپنې پټلې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې له اقتصادي کمېسیون سره په همغږۍ د کابینې ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګومارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او د کاري کیفیت په اړه څېړنې ترسره کړي.
په غونډه کې دغه راز کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې د نیمهکاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې د بل ملکیت ته د تېري او اضافه ځمکې د تثبیت او د ځمکې مالک ته يې د اداینې چارې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي.
د پرېکړې له مخې، د ودانیو هغه مالکان چې له جوازه په سرغړونه يې ډېر پوړونه جوړ کړي، په دې پرېکړه کې شامل نه دي.
د کابینې په دې غونډه کې د هېواد په قلمرو کې د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تایید شوه؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې د پلې کېدو په موخه ګامونه واخلي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن