کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت د امنیت پخوانی امر عبدالحمید خراساني د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې خراسانی د احمدابا د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.
عبدالحمید خراساني هم ویلي چې راتلونکې اونۍ به د احمدابا د ولسوال په توګه خپله دنده پیل کړي.
خراساني د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په پنجشیر ولایت کې د امنیت امر وټاکل شو خو څه موده وروسته له دندې ګوښه شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP