Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د دهلې بند پُل بېرته ورغول شو

کندهار (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د کندهار په شاولي‌کوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند لوی پُل -چې د تېرو جګړو پر مهال د چاودنې له امله ویجاړ شوی و- بیا ورغول شو او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

د کندهار د اقتصاد ریاست ویاند کمال‌شاه سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پُل د اقتصاد ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیايي سازمان/ UNDP په مالي مرسته جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، یاد پُل چې ۲۱ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د څلورو میاشتو په موده کې د ۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC په تخنیکي همکارۍ رغول شوی دی.

د هغه په وینا، د یاد پله د رغونې پر مهال د سیمې ۴۳ کسانو د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نوموړي وویل، د یاد پله د پرانیستې په مراسمو کې د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي پر نورو موسسو هم غږ وکړ چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر هغو پروژو کار وکړي چې خلک ډېره اړتیا ورته لري.

له یاد پله د شاولي‌کوټ ولسوالۍ د شپږو کلیو اوسېدونکي او د دهلې بند مېله‌وال ګټه اخلي چې خلک يې رغول ډېر مهم بولي.

د شاولي‌کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی جان‌محمد وایي، د دغه پله له ویجاړېدو وروسته خلکو پر ډېرو خرابو لارو تګ راتګ کاوه خو اوس به د خلکو ستونزې حل او لار به هم ورته لنډه شي.

په دې وروستیو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ډېری هغه پلونه او پلچکونه رغول شوي چې په جګړو کې ویجاړ شوي وو، خو د ډېری ولسوالیو سړکونه چې د ماین چاودنو له امله تخریب شوي، لا هم همداسې پاتې دي او خلک یې د ترمیم غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.