کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): په بامیان کې له ۶۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو، په پکتيا کې له ۱۲۷۰ کورنيو سره د سولري برېښنا وسایلو او په میدان وردګو کې له ۳۰۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په بامیان ولایت کې افغان ښځو لپاره ټولنیزې موسسې/ ASOW مسوول عبدالجمیل امیني وایي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا د دغه ولایت له ۶۴۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه په وینا، په مرستو شوو توکو کې دوه بوجۍ اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلوګرام دالنخود او ماشومانو او مېرمنو ته تقویتي خواړه شامل دي.
د یو بل خبر له مخې، په پکتيا ولایت کې نن له سلګونه بېوزلو او بېځايه شوو کورنيو سره د سولري برېښنا د وسايلو مرسته وشوه.
د پکتيا مرستيال والي انعامالله صلاحالدين وايي، د مرسته شوو سولري برېښنا وسایلو ټولیز ارزښت ۷۰ میلیون افغانۍ کېږي چې پر ۱۲۷۰ کورنيو ووېشل شول، څو د برېښنا په تولید او کارولو کې ترې کار واخلي.
هغه زياته کړه، هرې کورنۍ ته پنځه تختې لمریزې هېندارې، د برېښنا د لېږد لينونه، ګروپونه، چوکاټونه او نور ډول ډول وسايل ورکړل شول چې د هرې کورنۍ د وسایلو ارزښت ۵۵۰۰۰ افغانۍ کېږي.
بلخوا، د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې هم د کورونو بیارغولو لپاره له ۳۰۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پژواک خبري اژانس په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرسته د خلک په اړتیا کې(PIN) موسسې په ملاتړ د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سالارو سیمې اړوند د مشنګ کلا له ۳۰۳ کورنیو سره وشوه.
خبرپاڼه زیاتوي، یادو هرې کورنۍ ته کار ته په کتو له ۱۱ زرو نیولې تر ۳۹ زره افغانیو ورکړل شوې دي چې په ټولیزه توګه ټولو کورنيو ته ۴ ميلیون او ۸۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
طبعي پېښو ته د رسېدو ریاست په خبره، د یاد ولایت سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې ټولې ۸۰۳ کورنۍ د مرستو لپاره انتخاب شوې او د کورونو رغولو چارې يې دوام لري.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن