کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): بحرین د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته د اسیا ملتونو نړۍوال جام د پیلیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې څلور پر دوه ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن په ټایلنډ کې پیل شوې او د روانې مارچ میاشتې تر ۲۶مې دوام کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي، د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ۴ پر ۲ ګولونو بحرین ته وبایلله.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې له افغانستان سره د ټایلنډ، بحرین او سعودي عربستان لوبډلې شاملې دي.
افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه له ټایلنډ او درېیمه لوبه د همدې میاشتې په ۲۰مه له سعودی عربستان سره کوي.
د یادونې ده، له یادو سیالیو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړۍوال جام ته په مستقیمه توګه لار ومومي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن