کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا/ UN OCHA وايي، سویډن له افغانستان سره ۷،۴ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «سویډن د ۷،۴ میلیون ډالرو په نوې مرستې سره له افغانانو سره خپل پیوستون څرګندوي.»
سرچینې لیکلي، دغه مرسته به په افغانستان کې د بېړنۍ ژغورنې په بهیر او زیانمن شوو خلکو ته په مرسته کې وکارول شي.
د ملګرو ملتونو دغه سارمان د روانې کب میاشتې په ۱۹مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي وو چې په روان ٢٠۲٣ زېږديز کال کې په افغانستان کې له ۲۸،۳ میلیون ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان دا هم ویلي وو چې په دغه کال کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده او د نړۍ له مرستندویه بنسټونو یې غوښتنه کړې وه چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن