ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سراج‌الدین حقاني: اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی

سراج‌الدین حقاني: اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی

author avatar
17 Mar 2023 - 16:11
سراج‌الدین حقاني: اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی
author avatar
17 Mar 2023 - 16:11

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت سرپرست شیخ سراج‌الدین حقاني نن د متحده عربي اماراتو د عالمانو له پلاوي سره په لیدنه کې وویل، اسلام پر نارینه او ښځې شرعي تعلیم فرض کړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.

د کورنیو چارو وزارت په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې کابل ته د متحده عربي اماراتو د علماوو راغلي پلاوي نن (د کب ۲۶مه) د کورنیو چارو له سرپرست وزیر شیخ سراج‌الدین حقاني سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو د کابل او دوبۍ ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړیکو پر پراخېدو خوښي ښودلې ده.

په خبر کې راغلي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د اماراتو له لوري اسلامي امارت ته د دوبۍ قنسلګرۍ سپارلو له امله د مننې ترڅنګ ویلي چې له افغانستان سره تعامل د ګاونډيو، سیمې او نړۍ په ګټه دی.

حقاني دغه‌راز ويلي: «هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي، تېروتنه کوي؛ ځکه افغانستان څښتن لري او موږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو چې زموږ هېواد بیا ځلي له پامه وغورځي.»

سرچینې د کورنیو چارو سرپرست وزیر له قوله ویلي، افغانستان د نړۍ یوه «سټراټيژيکه کتله» ده او نړۍ باید له دغه هېواد سره د تعامل په برخه کې دوه‌مخې پالیسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سیمې په زیان تمامېږي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت له نړۍ سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې يې مثبت ګامونه هم اخیستي دي.

سرچینې ويلي، د هېواد اوسنی اسلامي نظام له اقتصادي پلوه پر خپلو کورنیو عایداتي سرچینو چلېږي او دا په داسې حال کې ده چې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلي او په دې برخه کې مبارزه روانه ده.

سرچینې همداراز د اماراتي پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي له قوله ويلي: «اوږدمهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده‌کړو ترڅنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې مونز يې هواري ته سترګې په لار یو.»

الدرعي زیاته کړې، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې يې چې کوم مثبت پيغامونه لیدلي هغه به تر نورې نړۍ ورسوي.

سرچینې ويلي، یاد پلاوي د کورنیو چارو وزیر ته  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د افغانانو لاسنیوی یې خپل اخلاقي مکلفیت وګاڼه.

د یادونې ده، پرون مازیګر د عربي اماراتو د عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی او له یو شمېر مشرانو سره يې لیدلي دي.

Visits: 355

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.