Language

د اسیا ساحلي فوټبال د ملتونو جام؛ افغانستان خپله دویمه لوبه نن له ټایلنډ سره کوي

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام په مقدماتي سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له ټایلنډ سره کوي.

دغه سیالۍ د مارچ په ۱۶مه په ټایلنډ کې پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۶مې دوام کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره لوبه کوي.

د دغو سیالیو په الف ګروپ کې له افغانستان سره د ټایلنډ، بحرین او سعودي عربستان لوبډلې شاملې دي.

login or register a new account.