کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام په مقدماتي سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له ټایلنډ سره کوي.
دغه سیالۍ د مارچ په ۱۶مه په ټایلنډ کې پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۶مې دوام کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره لوبه کوي.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې له افغانستان سره د ټایلنډ، بحرین او سعودي عربستان لوبډلې شاملې دي.
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د مارچ په ۱۶مه له بحرین سره کړې وه چې څلور پر ۲ یې بایللې وه.
ټاکل شوې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه له سعودی عربستان سره وکړي.
له یادو سیالیو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړۍوال جام ته په مستقیمه توګه لار ومومي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











