کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې افغان او پاکستاني چارواکو د جلالاباد – پېښور ترمنځ د مسافروړونکو بسونو د تګ راتګ هوکړه کړې ده.
د پاکستان اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په راپور کې راغلي، پاکستاني او افغان چارواکو موافقه کړې چې د پېښور او ننګرهار ترمنځ د بسونو په مرسته د دواړو هېوادونو خلکو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.
سرچینې لیکلي چې دا پرېکړه د افغانستان د نړۍوالې همغږۍ څانګې په غونډه کې شوې ده.
یادې ورځپاڼې د سرچینو او ترلاسه شوو سندونو په حواله زیاته کړې، دغه هوکړه په الوتنو کې ستونزو ته په پام شوې او ټاکل شوې چې د یاد مسیر لپاره د مسافروړونکو بسونو یو ټرمینل په تورخم او بل په جلالاباد کې جوړ شي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP