کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): کابینې د افغانستان خاورې ته د بهرنیو باروړونکو موټرو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تصویب کړې ده.
د چارو ادارې په خپل تويټرپاڼه کې ليکلي، د اسلامي امارت کابینې «د افغانستان قلمرو» ته د بهرنیو باروړونکو موټرو د دننه کېدو او تګ راتګ طرحه تصویب کړې ده.
سرچينې زياته کړې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده سپارل شوې چې دغه طرحه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پلې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او پاکستاني چارواکو د جلالاباد – پېښور ترمنځ د مسافروړونکو بسونو پر تګ راتګ هوکړه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP