ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرمان: د نشه يي توکو پلورونکو او تولیدوونکو ته دې تعزیري سزا ورکړل شي

فرمان: د نشه يي توکو پلورونکو او تولیدوونکو ته دې تعزیري سزا ورکړل شي

author avatar
19 Mar 2023 - 18:25
فرمان: د نشه يي توکو پلورونکو او تولیدوونکو ته دې تعزیري سزا ورکړل شي
author avatar
19 Mar 2023 - 18:25

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د ترلاسه شوو نشه‌یي توکو او پکې د کارول شوو وسایلو او تجهیزاتو د له منځه وړلو حکم شوی دی.

د چارو ادارې نن د کب په ۲۸مه په خپله ټويترپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امیرالمومنین شيخ الحدیث هبة‌الله اخندزاده د ۱۶/۸/۱۴۴۴هـ. ق نېټې د ۵۰۹ مې ګڼې د حکم پر اساس د نیول شوو نشه‌یي توکو او په کې د کارول شویو وسایلو او تجهیزاتو د تخریب حکم وکړ.»

سرچینه کاږي، په حکم کې راغلي چې د شرابو او نورو الکولي مشروباتو، اُمان، پوډر، کوکایین، شیشه او نورو نشه‌یي توکو پلورونکو او تولیدوونکو ته دې تعزیري سزا ورکړل شي او دغه توکي او په تولید کې یې کارول شوي وسایل او تجهیزات دې تخریب شي.

 د سرچینې د معلوماتو له مخې، کورنیو چارو وزارت، د عامې ورغتیا وزارت او استخبارتو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې یاد توکي د اړوندې محکمې په حضور کې په عام محضر کې وسوځوي.

د یادونې ده، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د روان کال په پیل کې (د وري ۱۴مه) د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق، پېر، پلور او استعمال منع شول.

تېره ورځ هم د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د بنګو پر کرلو بندیز ولګېد.

Visits: 134

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.