Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عزني، کلات (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): په غزني کې له ۱۰۰۰ او په زابل کې له ۴۵۷ کسانو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه چې په پایله کې به یې د زده‌کړو د دوام لپاره د لېسو یوولسم او دوولسم ټولګیو ور وپېژندل شي.

چارواکي وايي، دا هغه کسان دي چې په تېرو کلونو کې په «جهاد» بوخت وو او زده‌کړې ورڅخه پاتې شوې وې.

د غزني د پوهنې ریاست سرپرست مولوي میر نصیراحمد اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له هغو ۱۰۰۰ کسانو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه چې په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت په لیکو کې په «جهاد» بوخت وو او زده‌کړې ورڅخه پاتې شوې وې.

هغه زیاته کړه، له دغو کسانو- چې د خپلو ډلګۍ‎مشرانو او ولایت مقام له لوري تایید شوي وو- د یوې ځانګړې کمېټې له لوري ازموینه واخیستل شوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.