عزني، کلات (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): په غزني کې له ۱۰۰۰ او په زابل کې له ۴۵۷ کسانو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه چې په پایله کې به یې د زدهکړو د دوام لپاره د لېسو یوولسم او دوولسم ټولګیو ور وپېژندل شي.

چارواکي وايي، دا هغه کسان دي چې په تېرو کلونو کې په «جهاد» بوخت وو او زدهکړې ورڅخه پاتې شوې وې.

د غزني د پوهنې ریاست سرپرست مولوي میر نصیراحمد اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له هغو ۱۰۰۰ کسانو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه چې په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت په لیکو کې په «جهاد» بوخت وو او زدهکړې ورڅخه پاتې شوې وې.

هغه زیاته کړه، له دغو کسانو- چې د خپلو ډلګۍمشرانو او ولایت مقام له لوري تایید شوي وو- د یوې ځانګړې کمېټې له لوري ازموینه واخیستل شوه.

دی وايي، دغو کسانو ته به د هغوی له سویې سره سم د لېسو په یوولسم او دوولسم ټولګیو کې د زدهکړو زمینه برابره شي څو خپلې زدهکړې بشپړې کړي، وروسته لوړې زدهکړې وکړي او دندې ترلاسه کړي.

د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ یوه ۲۵ کلن ځوان روح الله چې په ازموینه کې یې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې د سویې ازموینه ورڅخه اخیستل کېږي او د لېسو په لوړو ټولګیو کې د زدهکړو فرصت ورته برابرېږي.

هغه زیاته کړه، له دیني مدرسې د فراغت سند لري خو په ادارو کې د دندې اخیستلو لپاره نه منل کېږي نو اړ دی چې په لېسه کې زدهکړې وکړي او سند ترلاسه کړي.

د زابل د پوهنې ریاست سرپرست مولوي ګلولي متقي پژواک ته وویل چې نن د دغه د مرکز او ولسوالیو له ۴۵۷ «مجاهدینو» هم د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه څو د لېسو په یوولسم او دوولسم ټولګيو کې زده کړې پیل کړي.

دی هم وايي چې دغه کسان په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت په لیکو کې وو او زده کړې ورڅخه پاتې شوې وې.

هغه زیاته کړه، د ازموینې هغه ګډونوال به د شپې لېسو ته ور وپېژندل شي چې عمرونه یې له ۲۸ کلونو زیات دي.

د مولي ثناالله په نوم د ازموینې یوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وویل: «په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت په لیکو کې په جهاد بوخت وم، زده کړو ته مې وخت نه درلود خو اوس ډېر خوشحاله یم چې د زده کړو فرصت راته برابر شوی دی.»

هغه زیاته کړه، غواړي زده کړې بشپړې کړي، د فراغت سند واخلي او وروسته په یوه دولتي اداره کې دنده پيل کړي.

د ده په خبره، اوسمهال د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې هم مهمې دي او هر څوک یې باید ترلاسه کړي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په نورو ولایتونو کې هم له زرګونو کسانو ورته ازموینې اخیستل شوې څو سویې تثبیت شي او وروسته د لېسو په یوولسم او دوولسم ټولګیو کې زده کړې پيل کړي.