Language

کورنیو چارو وزارت: سږ کال د هېواد په کچه څه باندې ۱۱ زره جنایي پېښې شوې

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه څه باندې ۱۱ زره جنایي پېښې شوې چې څه باندې ۹ زره یې د پولیسو له خوا کشف او په تړاو یې ۱۶ زره تورن کسان نیول شوي، دغه راز څه باندې ۲ زره پېښې تر څېړنو لاندې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن (د کب ۲۹مه) په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې له لارې د جنایي جرمونو، له نشه‎یي توکو سره د مبارزې او امنیت ټینګښت په برخو کې د یاد وزارت لاسته راوړنې شریکې کړې.

هغه وویل، د ۱۴۰۱ لمریز کال په لړ کې د ټول افغانستان په کچه ۱۱ زره او ۸۹۰ پېښې شوې چې ۹ زره او ۴۴۴ پېښې د پولیسو له خوا کشف او ۲ زره او ۴۶۴ پېښې د پولیسو تر کار لاندې دي.

دی وایي، د دغو پېښو په تړاو ۱۶ زره او ۶۸۵ کسان نیول شوي خو ۱۰ زره او ۹۷ تورن کسان فراري دي چې د پولیسو تر څارنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه، د دغه کال په لړ کې د هېواد په کچه د انسان‎تښتونو ۱۰۶ اطلاعیې د پولیسو مرکزونو کې ثبت شوې چې په تړاو یې امنیتي ځواکونو ۲۰۰ عملیات کړي او د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۹۰ تښتوونکي نیول شوي او د نورو اجرااتو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

هغه زیاتوي، د یادو عملیاتو په پایله کې ۱۳ انسان‎تښتونکي له پولیسو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي او ۴۴ هېوادوال چې په بېلابېلو دغو پېښو کې د انسان‎تښتونکو له لوري تښتول شوي وو، له بنده خوشي شوي او ۶ هېوادوال د انسان‎تښتونکو له لوري وژل شوي دي.

د هغه په خبره، د کورنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې پولیسو د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لړ کې په ټول هېواد کې ۸۷۰ کسان د ورانکارو او ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي دي.

د نوموړي په وینا، له ترهګرۍ سره د مبازرې پولیسو د همدغه کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې ۱۰۳ میله درنې وسلې، ۱۰ زره او ۲۰۰ سپکې وسلې او نور ډېر مهمات، چاودېدونکي توکي او پوځي وسایل ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په خبره، په نیول شوو وسلو او مهماتو کې ۴۱ راکټونه، ۲ دهشکې، ۲ ډیسي ټوپونه، ۷ هاوان، ۲۲ نارنجک ویشتونکي وسلې، ۴ زیکویو، ۱۰ زره او ۲۰۰ کلاشینکوف، ۶ زره او ۹۵۸ د درنو وسلو مرمۍ، ۲۵۳ بېلابېل ماینونه ۴۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، یو چاودېدونکی واسکټ، ۳۶۷ لاسي بمونه، نږدې ۱۰۰ عرادې نقلیه وسایط (موټر او موټرسایکل)، ۹۷ دوربینونه، ۸۸ مخابرې او ۳ سټلایټ دستګاوې شاملې دي.

دی وايي چي د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پولیسو په دغه کال کې ۴ زره او ۲۱۰ عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵ زره او ۵۰ تورن کسان نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړه، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لړ کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو تولید او پروسس ۱۸۲ کارخونې له منځه وړل شوې او ۱۷۹۰ هکټاره ځمکه د نشه‎یي توکو له کښته پاکه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز د داعش وسله‎والو په اړه وویل چې دغه ډله په افغانستان کې ځپل شوې او کوم جدي خطر نه شي جوړولی.

په پای کې نوموړي زیاته کړه: «د امنیت ټینګښت په برخه کې د ولس همکاري خورا اغېزناکه او ګټوره ده؛ موږ له خپلو خلکو غواړو چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي څو وتوانېږو هغه کسان په نښه کړو او ونیسو چې لاسونه یې پر جرمونو او جنایتونو ککړ دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.