ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزیر اکبر خان روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر ودانیو جوړولو کار پیل شو

وزیر اکبر خان روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر ودانیو جوړولو کار پیل شو

author avatar
21 Mar 2023 - 18:10
وزیر اکبر خان روغتون کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر ودانیو جوړولو کار پیل شو
author avatar
21 Mar 2023 - 18:10

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر څانګو د بیارغولو چارې بشپړې او د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر نورو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د وزیر محمد اکبر خان روغتون مشر ډاکټر نثار احمد نیازي په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د دغه روغتون اړوند د پنځو روغتیايي څانګو (د ښځينه ناروغانو سراپا روغتیایي مرکز، د راډیو فلوروسکوپي، کلچر معایناتو، سټنډرډ ریکوري او ناروغانو لفټ» د رغولو چارې چې شپږ میاشتې مخکې پيل شوې وې، بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.
هغه زیاته کړه، یادې شوې څانګې په اساسي ډول رغول شوي چې ۴۲ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راغلی او د اسلامي امارت له لوري ورکړل شوې دي.
نوموړي د یادو شوو څانګو له پرانستلو وروسته د دغه روغتون په انګړ کې د یوې معیاري عملیات خونې او کنفرانس خونې د ودانیو جوړولو چارې هم پرانیستې.
نیازي په دې اړه وویل، دغه ودانۍ پر ۶۰۰ متره مربع ځمکه د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کېږي.
د ده په خبره، د یادو شوو ودانیو د جوړولو چارې به تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي چې په پرانیستلو سره به یې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې شي.
وزیر محمد اکبر خان روغتون ۶۵ کاله مخکې د وخت حکومت له خوا جوړ شوی چې د کابل ښار یو له ګڼې ګوڼې لرونکو روغتونونو ګڼل کېږي او د سلګونو بسترونو په لرلو په کې خلکو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.