Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اشرف غني: د یوې توطیې له مخې، د باعزته سولې پر ځای د ډلو سولې ته ترجیح ورکړل شوه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱) : پخواني ولسمشر اشرف غني د نوي  لمریز کال په مناسبت پخپل پیغام کې ویلي، چې دوه کاله وړاندې د يوې توطې په پایله کې د ملي او باعزته سولی پرځای د ډلو او تنظيمونو سولې ته ترجیح ورکړل شوه.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه غږیز پیغام کې کړې چې د نوي لمریز کال په مناسبت یې خپور کړی دی.

هغه په دې پیغام کې ټولو هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده.

پخواني ولسمشر ویلي، دادی افغانانو د هغې پیړۍ دویم کال چې په هیلو یې پیل کړې وه ،بيا، له بده مرغه وطن کی په اندېښنو او جلا وطنۍ کې د هېواد لپاره په حسرت تېر کړ.

ده زیاته کړې : “ دا د دوحې معاملي مستقیم او په نظام کي دننه د فاسدو او ښويېدونکو عناصرو د ابن الوقتي غیر مستقیم اغېز و ، چې له امله یې زموږ ډېر هېوادوال – پوځیان او ،ملکیان زلمیان او پېغلي، پلرونه او میندی یا وکوچېدل یا که پاتې شول سخت و ځوریدل او ځکه نه د پسرلي په خوند وپوهېدل او نه د نوروز په ښادیو کی شریک شول. -“

خو هغه ویلي : “راځئ دا پسرلی چي د روژې له ډېرې بختورې او بركتي میاشتې سره هم ګام رارسېدلی په نېک فال ونیسو چې هېواد ته هغه څه چې دوه کاله وړاندې د يوې توطې په نتیجه کې سلب شول؛ بیا نصيب شي هغه وخت د ملي او باعزته سولی پرځای چی موږ تاکید پرې کاوه، د ډلو او تنظيمونو سولې ته ترجیح ورکړ شوه او نتيجه يې هغه څه شول چي وينو یې. “

اشرف غني ویلي چې په تیرو ۱۹ میاشتو کې هېواد د پاکستاني مدرسو د وچ نظام تابع شوی دی .

د هغه په وینا، حاکمه ډله د خپلو سیاستونو له امله افغانستان یې یو ځل بیا د نویمې لسیزې کلونو ته وړی او له یوې سترې نا هیلۍ سره یې خلک مخ کړي.

پخوانی لسمشر وایي، اما افغان ولس چې د اسلام مبين دين يې د وجود په هره ذره کې دننه پروت دی د هیچا اجباري اسلامي درسونو ته اړتيا نه لري. دغې خواته د حاكمي ډلې هڅې يوازې د افغانانو د سپکولو او د وطن د خوارولو تعبیر درلودلی شي چي تېشه بېرته پر خپله ریشه راولي.

اشرف غنی زیاته کړې، استبداد او اختناق ښايي په ځینو هېوادونو کې بری درلودلی او ټینګ شوی وي، خو افغانستان تل ژر یا وروسته رد کړی او مات کړی دی. وړاندې به نه خو د تېرې نيمي پېرۍ ترخې تجربي د هر چا حافظو کې تازه دي د چپيانو او بيا وروسته جهادي ډلو  برخلیک ته وگورئ او پایله یې پخپله راوباسئ د تاریخ نه تکرارول د تاریخ په زده کړه کېږي او يوازې هوښیار ملتونه په دغه رمز پوهېدلی شي.

هغه وایي : “موږ ټول پر دې هم پوهېږو چې افغانان له جګړو ستړي شوي او بيا بيا د یوه تلپاتی ثبات غوښتنه کوي؛ پنځوس کاله وشول چی افغانستان له دغه نعمت نه بی برخې دی؛ اوس تر هر بل وخت ډېره ضرور ده چې ټول د یوه ملي ډیالوګ په پیلولو ددغه هدف له پاره کار وکړو. “

پخواني ولسمشر وویل، افغانان يوازې د همدغسي خپلمنځي جرګو - مركو له لارې چی فرد محوره نه بلکې په صحيح ډول ولس محوره وي د خپل دولت او حکومت شکل ټاکلی شي، داسې يو حاکمیت چې ملي مشروعيت يې د بين المللي مشروعیت مخ شرط وي. ولسونه تل هغه حکومتونه خوښوي چې د هېواد ګټې وساتي او د هغوی خدمتګار و اوسي، خو طالبانو په یو نیم کال واکمنۍ کې په دې برخه کې خپله نظري او عملي بیوسي بيا ثابته کړه.

د هغه په وینا،  اوس باید افغانان دې اتفاق ته نژدې شوي يا رسېدلي وي چې د ټولو په ګډون او خوښه د راتلونکي ټاکل د حل یواځینۍ لاره ده.

اشرف غني وایي : “له بده مرغه طالبان د هیچا خبری ته غوږ نه نیسي، نه د خپل ولس د هوښيارانو ، نه د جهانيانو، او حتى نه د اسلامي نړی د معتبرو مراجعو او شخصيتونو، او هر چا ته یوازی یو ځواب لري: “نه يي منم "!

ده زیاته کړې، حاکمه ډله باید متوجه و اوسي چې د دوی د اعمالو تاثیر یوازې پر دوی نه پاتې کېږي او ډېر زور يې پر ملت راځي. ښايي دوی د هغه مسوولیت د درندوالي له احساسولو عاجز وي چې تاریخ یې د دوی د اعمالو له امله پر اوږو ور اچوي.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د پخواني ولسمشر اشرف غني د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې دا ډول څرګندونې رد کړې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.