ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- هرات پر لویه لاره د ارغنداب پر سیند د پله جوړولو چارې بشپړې شوې

د کندهار- هرات پر لویه لاره د ارغنداب پر سیند د پله جوړولو چارې بشپړې شوې

author avatar
21 Mar 2023 - 22:32
د کندهار- هرات پر لویه لاره د ارغنداب پر سیند د پله جوړولو چارې بشپړې شوې
author avatar
21 Mar 2023 - 22:32

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲) د کندهار- هرات لویې‌لارې اړوند د کندهار ښار لوېدیځ لوري په «باغ پُل» ساحه کې پر ارغنداب سیند د یوه لوی پله د ترمیم چارې بشپړې  او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه پله د ترمیم چارې شاوخوا دوې نیمي میاشتې وړاندې د ۷۷ ترکي کمپنۍ له خوا پيل شوې وې چې لسګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د دغه پله د پرانیستي په مراسمو کې ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی وو او دوی په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت د بیارغونې کارونو ته ژمن دی او دوام ورکوي.

د دغې پروژې یوه مسوول انجنیر شېر حسن خوشيوال وویل، پر دغه پله نږدې ۴۰۰ زره ډالر لګښت راغلی چې د مشرتابه مقام له خوا ورکول شوی.

هغه زیاته کړه: «دا پروژه مو د مشرتابه مقام په لارښوونه پيل او بشپړه کړه، چې لګښت یې درې لکه او ۹۲ زره ډالر شوی دی، موږ ځينې نورې پروژې هم نږدې راتلونکې کې په پلان کې لرو.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالجبار حکمت وویل، چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بیارغونې پر ځای تخریب روان و،  خو اوس اسلامي امارت د بیارغونې چارې چټکې کړي دي.

هغه د نظام او ولس د پرمختګ په موخه د ولس ملاتړ مهم وباله او زیاته یې کړه، چې مسوولین هم باید د ولس ستونزو او غوښتنو ته پوره پاملرنه وکړي.

ې د کندهار د استخباراتو رییس مولوي عبدالرشید منیب بیا په خپلو خبرو کې وویل، د دغه پله جوړول د دې څرګندونه کوي چې اسلامي امارت ابادۍ ته ژمن دی او په تېر وخت کې یې هم د ابادۍ مخنیوی نه دی کړی.

په افغانسان کې د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مرستیال براق اُنسال هم وویل، خوښ دی چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه اخلي او افغانستان د خپل دوهم کور په توګه پېژني.

د کندهار اوسېدونکي هم خوښ دي چې دغه پُل له اوږده ځنډ وروسته ترمیم شو خو غوښتنه کوي چې باید د کندهار – هرات د لویې لارې د ترمیم چارې هم په چټکۍ سره بشپړې شي.

د کندهار ښار لوېدیځ لوری په باغ پل ساحه کې پر ارغنداب سیند دغه پل کلونه مخکې د روسانو له خوا جوړ شوی و چې هرات، فراه او هلمند له کندهار سره نښلوي او د سوېلي اسیا هېوادونو یوه مهمه سوداګریزه او ټرانزيټي لار ګڼل کېږي.

پر دې لار هره ورځ زرګونه باروړونکي او مسافروړونکي موټر تګ راتګ کوي چې په دې وروستیو کې د پل په ګډون د لارې ډېرې برخې ویجاړې شوې وې.

[/restrict]

Views: 540

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.