Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز او کندوز کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): په نیمروز او کندوز ولایتونو کې د شاوخوا ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د نیمروز د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۱ میلیون ۱۴۴ زره او ٧١ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو شبکو د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریيس ملا محمدحق بشیر وویل چې دغه شبکې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٢١ ميليون ۱۴۴ زره او ٧١ افغانیو په لګښت د چخانسور ولسوالۍ په امیرخان، قادرخان، حاجي‌حسین، صدیق‌خان، حنیف‌خان، ګوډل او خواجه سرجو کلیو کې جوړې شوې دي.

بشیر زياته کړه چې د دغو شبکو پر مټ ۵۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

بلخوا د کندوز د ټرانسپورټ ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په شېرخان بندر ښارګوټي کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو یو ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولایت د ټرانسپورټ رییس ډاکټر محمدحسین وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې بنسټیزو کارونو پاملرنه زیاته شوې او دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.

د یادونې ده، دغه ترمینل پر ۱۱ جریبه ځکه جوړ شوی او د څو نورو ترمینلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.