کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): امنيتي مسوولين وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په پلازمېنه کابل کې دوه زره ۶۲۹ بېلابېلې جنايي پېښې شوې چې ورسره په تړاو دوه زره ۹۷۳ کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (د وري ۲مه) په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړل، ویې ویل چې امنیتي ځواکونو په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د جنایي جرمونو، ترهګرۍ، قاچاق او نورو ناقانونه کړنو په مخنیوي کې لاسته راوړنې درلودې.
هغه زیاته کړه، د دغه کال په اوږدو کې ټول ۲زره او ۶۲۹ بېلابېلې جنايي پېښې شوې چې په تړاو یې ۲زره او ۹۷۳ کسان نیول شوي دي.
دی وايي، په دغو پېښو کې ۱۹۲۰ پېښې د ځانوژنې، غصب، د موټر او موټرسایلکونو د غلا، جنسي ځورونې، د نشهيي توکو د قاچاق، فریبکارۍ، رشوت، خپلمنځي جګړو او نورو دي چې په تړاو یې ۱۸۳۶ کسان نیول شوي دي.
د هغه په خبره، دغه راز ۱۵۶ نورې پېښې د وژنو اړوند دي چې په تړاو یې ۲۳۶ کسان نیول شوي دي.
خو هغه په دې اړه معلومات ورنه کړل چې د وژنو په یادو پېښو کې څومره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نوموړي د دې ترڅنګ د ۵۵۳ نورو پېښو یادونه هم وکړه چې د بېلابېلو اجناسو، موبایلونو او نورو توکو د غلا اړوند دي؛ د دغو پېښو په تړاو ۹۰۱ تورن کسان نیول شوي دي.
ځدراڼ وویل، د جرمونو په تور د نیول شوو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې چې ځینې یې څېړل شوې او ځینې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
نوموړي د امنیې قوماندانۍ اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت د یو کال لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل، ویې ویل، یادې څانګې د کابل په کچه په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو په تور ۶۶ کسان نیولي چې له ځینو یې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دی وايي، له دغو کسانو ۲۱ کلاشینکوفونه، ۲۱ میله تومانچې، ۳۸ کړۍ لاسي بمونه، ۱۰۵ بېلابېل ډول ماینونه، ۵۳۶ د درنو وسلو مرمۍ او سرګلولې، ۴ زره او ۱۴۱ د کوچنیو وسلو مرمۍ، ۱۴۴ بېلابېل شاجورونه، ۱۵ دوربینونه او ۱۹ مخابرې ترلاسه شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ اړوند له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت د لاسته راوړنو په اړه نوموړي وویل چې په تېر یوه کال کې یې د نشهيي توکو د قاچاق کووونکو، پلورونکو او کاروونکو په خلاف ۶۹۰ عملیات کړي چې په پایله کې یې ۸۸۸ کسان نیول شوي او هرویین، چرس، شیشه، کرسټال او نور نشهيي توکي هم ترې ترلاسه شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د یاد مدیریت په هڅو په تېر یوه کال کې د ۱۷ زره او ۸۵۶ روږدو- چې ۵۹ تنې یې ښځې دي- درملنه شوې ده.
هغه خبر ورکړ چې پولیس ورځ تر بلې د مسلکي کېدو او روزنې په حال کې دي او د جرمونو د مخنیوي په برخه کې به یې وړتیاوې لا ډېرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په لړ کې د ټول افغانستان په کچه ۱۱ زره او ۸۹۰ پېښې شوې چې ۹ زره او ۴۴۴ پېښې د پولیسو له خوا کشف او ۲ زره او ۴۶۴ پېښې د پولیسو تر کار لاندې او د دغو پېښو په تړاو ۱۶ زره او ۶۸۵ کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP