فراه ښار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د فراه له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې پر ۱۳ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
د فراه د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل له نشهیې توکو سره د مبارزې ځواکونو له لوري د بالابلوک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو کښتونو اړولو په موخه درې ورځنۍ کمپاین ترسره شو.
هغه زیاته کړه چې په دغه کمپاین کې پر ۱۳ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یووړل شول.
د اطلاعات او کلتور رییس وویل چې په تېره اونۍ هم د یاد ولایت په فراهرود او خاکسفید ولسوالیو کې پر ۳۳ جریب کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP