ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالي: هټۍوال دې د توکو په پلور کې له انصافه کار واخلي

د کابل ښاروالي: هټۍوال دې د توکو په پلور کې له انصافه کار واخلي

author avatar
23 Mar 2023 - 10:51
د کابل ښاروالي: هټۍوال دې د توکو په پلور کې له انصافه کار واخلي
author avatar
23 Mar 2023 - 10:51

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): کابل ښاروالۍ له هټۍ‌والو غوښتي چې د لومړنیو خوراکي توکو په پلور کې انصاف په پام کې ونیسي، له احتکار او په لوړه بیه د توکو له پلوره دې ډډه وکړي.

یادې ادارې نن پر خپل ټويټر ليکلي او د کابل ښار له هټۍ‌والو یې غوښتي چې د لومړنیو خوراکي توکو په پلور کې انصاف په پام کې ونیسي، له احتکار او په لوړه بیه د توکو له پلوره دې ډډه وکړي.

سرچينې زياته کړې: «د ښاروالۍ د نرخونو کنټرول برخې کارکوونکي به په دې میاشت کې په جدي توګه د توکو له بیو او کیفیته څارنه کوي او د سرغړونې لیدلو په صورت کې به له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.»

دغه راز، ښاروالۍ د کابل له ښاریانو غوښتي چې د ښاري فرهنګ په برخه کې اسلامي اخلاق او اصول په پام کې ونیسي، له ګاونډیانو سره دې نېک چلند کوي، خپلوۍ دې وپالي، له یو بل سره دې مرستې وکړي او د ښاري مسوولیتونو په ترسره کولو کې دې هم خپل مسووليت اداء کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.